دنوي ریس جمهور مخې ته ستونزې او دحل لارې
لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک

لندن د دسامبر ۱۷ مه ۲۰۱۳ کال افغانستان همیشه د جنګ او ناندریو او خونینو ناورینو ډګر وو که شرقیان وو یا غربیان یا هم همسایه ګان ( پاکستان اوایران ) وو زموږ خلکو ته ېې دوینو ډک جامونه ورڅښلی دی او همیشه ېې زموږ په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاسوهنه کړیده او لا هنوز هم خپلو ناولو او شومو مداخلو ته ادامه ورکوي، د تاریخ په اوږدو کې یو داسې پیاوړي - مدبر - سیاست پوه او وطن پرست پادشاه - جمهور ریس چې د وطن او خلکو ګټې ورته دیوه ملي ارمان غونته لویه وطني او ملی وظیفه او وجیبه بللکیده او هغه ېې د خپل ستراتیژیک پروګرام یو حتمي برخه ګڼلې وه او دهغو د تطبیق له پاره ېې لازم ګامونه اوچت کړي وو دګوټو دشمیر نه هم لږ وو . خو د اتم د ثور۱۹۹۲ نه بیا تر ننه هغه وخت چې مجاهدین په قدرت ورسول شول او شهید دکتور نجیب ا لله سیاسي قدرت په خوښه او رضا او د یوې مخکې له مخکې پلان شوې کودتا له رویه چې امریکا - روسې او عربستان سعودی د ملګرو ملتو د نماینده په هدایت او فرمان ورباندې تطبیق کړه دیوې خوانه یوه لویه اداری خلا را منځ ته کړه او دبلی خوانه د مجاهدینو تر منځ د خپل منځي جنګو باعث شو،افغانستان د قدرتو په زونو تبدیل شو او هر تنظیم د قدرت او قوت خاصې ساحې او منطقی په واک کې واخیستې چې په نتیجه کې افغانستان کاملا بې ستره شوو او هرڅه لوټ شول او تر څنګ ېې دولتی او شخصي ودانی او فابریکات له منځه لاړل که د دکتور نجیب ا لله د حکومت دست اوردونه ساتل شوي او حفظ شوي وای او د کرزي د نیم بنده چپاولګر دولت لاس ته را وړنې ورباندې علاوه شوې وای نن به د خلکو بیکاری او امنیتی حالت ډیر د تشویش وړ نه وو ، بیا طالبانو تر هر څه زیات افراط او تفریط ته مخه کړه چې دهیواد ملي وحدت ته ېې سخته سدمه ورسوله مخصوصا د ښځو په وړاندې خشونتونه نور هم زیات شول یعنی د وطن نیمایی نفوس چې ښځې جوړوی له نظره ولویدې او تر ننه د هغه سره د توپک مارو او زورواکانو له خوانه ناوړه چلند روان دی ، په هیواد کې د زیربنایی او لویو پروژو په ځای هوټلونه او د وادو صالونونه جوړ شول. د برق او د اوبو په مورد هیڅ توجه ونه شوه اوبه زموږ دهیواد یوه لویه ملي سرمایه ده چې مفته او مجانی ېې زموږ همسایه ګان استعمالوی او حتی بیرته په موږ باندی زموږ خپلې اوبه خرڅوي چې لنډ مثال ېې په نیمروز کې په خلکو یوه بوشکه په ۵ ډالره خرڅوی،زموږ د قیمتي ډبرو معادن یو پر بل پسې د توپک سالارانو او مافیایی قاچاقچیانو تر شخصي انحصار لاندې دی او دولت هیڅ مفاد ورنه نه تر لاسه کوي ، همدارنګه زموږ د یورانیمو نه خارجیان بیدرنګه استفاده کوي او خپلو هیوادو ته ېې وړي او تر څنګ ېې د انتیکو او قیمتی شیانو قاچاق ته لا هم زور ورکړی دی ، همدارنګه درکرومایت ډبری هم زموږ له وطنه قاچاق کیژي، ددی تر څنګ هر کال د هیرویینو - تریاکو او چرسو له درکه د ۲۲ ملیاردوډالرو په اندازه غربیان خپلو هیوادو ته مفاد رسوي ، او زموږ ځوانان هم ورباندې معتادوي اوس را ځم اصلی موضوع ته چې راتلونکۍ ریس جمهور د کومو مشکلاتو سره لاس او ګریوان کیژي او کومي ډندې دده مخې ته پرتي دی او څنګه به ددغو له کشماره اوږې سپکوي ::: ۱- وران اوویجاړ وروسته پاته اقتصاد ، له پاره ددې چې اقتصاد وده وکا باید متخصص او پاک کسان په وزارت مالیه( مستوفیتو ، ګمرکاتو، بانکو ، مالیاتو برعایداتو او ادارو) کې نصب کړي او تغیر او تعویض منځ ته راولي او وزارت مالیه د یوه نوي ستراتیژیک پلان سره باید هغه فابریکی موسسات - شرکټونه ( شخصي - خصوصی - سهامی - کوپراتیفی- او ملي ) را منځ ته کړي چې د هیواد اقتصادی وضعیت ته ډیر ژر تغیر ورکاد ازاد بازا تیوري ته ځانګړۍ پروګرام تنظیم کا ځکه زموږ ټولنه تر اوسه د ازاد بازار سويي او کلتور ته نه ده رسیدلې او ددې تر څنګ دولت په وزارت خارجه کي نوی متخصص او کار ازموده کسان مقرر کا، ځکه موږ ته سیاسیون او دیپلوماتان ډیر ضرورت دی ، زه ډیر سفیران او شارد زافران پیژنم چې دوهم بریدمنان وو او نن لوی سفیران او دیپلوماتان دی. ۲ - اجیر - تنظیمی - سمتی - بیسیواده - مصلحتي - ففتي ففټي - فرمایشي وسله وال پوځ ( اوردو داخله - امنیت ملي ) باید بیرته د سره په یوه ملي وسله وال پوځ تعویض شي یعنی تبدیل کا که دا کار ونه کړي یو کار هم د نوي ریس جمهور په خوښه او اراده نه تر سره کیژي او همیشه به خنډونه د ریس جمهور د فرامینو د تطبیق په وړاندې را منځ ته کیژي . ۳ - د کدرونو نشته والۍ او په ادارو او شعباتو کې د اسلامی تنظیمو غړي دلویوجیبونوسره د رشوت ترلاسه کولو ته ناست دی او په کاراو دولت داری نه پوهیژي، ددغو کسانو تصفیه او تخلیه یو لوی چلینج دی نوي حکومت ته لازمه ده چې هغوی چې په بډو روږدي کسان دی او ځانونه ېې په داخل او خارج کې د قصرو خاوندان کړي فورا تصفیه کا . ۴ - په دولتی ادارو کې د رشوت او ادری فساد د له منځه وړلو د پاره یوازنۍ لاره دنویو ، تحصیل کرده ، باتجربه ، متخصصو او پاکو کسانو مقررۍ یو اړین کار دی ، زاړه چې په رشوت - غلا - چپاول - خیانت او جنایت روږدی دی نه اصلاح کیژي ، که هر څو نوۍ دولت ورته وخت هم تعین کا خو بیا هم لکه لړبۍ پشو څوس وهي او تر هر څه نه مهم داده چېد پورتني مرام د پوره کیدو په خاطر ، نوۍ با اراده - جدی - بی ویرې تحصیل کرده افسر لوی څارنوال تعین کا . ۵- نوۍ دولت باید د غاصبینو - مافیایی کړیو - د وسله وال پوځ د وسلو د خرڅونکو او د مځکو د غاصیبینو - هیرویینو ، تریاکو ، چرسو قاچاق بران او عاملین د قانون منګولو ته حواله کا چې بیا هم په هغو صورت کې دغه کار ممکن دی چې( مطمن - بې طرفه - وطن پرست ملي وسله وال پوځ ولرو )او د پورته کرکتر لرونکۍ لوی څارنوال تعین شي که همدا اوسنۍ سیستم موجود وي دلته د زورواکانو- پاکستان - ایران - حکمتیار -حقانی - طالبانو نمایندګان تیار په وسله وال پوځ کې وسله په لاس کې لري فورا ددولت پرضد قیام کوي. ۶ -د قیمتي ډبرولکه ( زمرد - بیرچ - اکامرین - لعل پیازي - یخک - یاقوت - فیروزه - روخام - مرمرینې ډبرې - شاه مقصود ډبری او ډیرې نورې ) ، یورانیمو - طلا - کرومایت معادنوباندې دولتی انحصار ضرور دی او ددغو کار له پاره یوه قوی مجهزه پیاده ( کوماندو ) نظامه فرقه دملي دفاع وزارت پورې مربوطه ددغو دندې له کاره وګماري ضرور ده چې هم معادن وساتی - هم معادن استخراج کا - هم قیمتی ډبری تعین شوی ځای ته مطمن او پوره تسلیم کا او ورسوي. ۷ - دلویو او مهم لارو ساتنه ، ترمیم او جوړیدو له پاره او د ملکی - ترانسپورت او نظامی قطارو د نورمال انتقال له پاره یوه فرقه د دیسانت هجومی په کار ده تر څو د لارې په اوږدو کې د غلو او لوټ مارانو له لاسه موټران او مالونه مسون وساتی او حیف او میل نه شي او مسون تر منزله ورسیژي ( خاصو تربیه شویو افسرانو او سربازانو ) ته د خاصو وسلو په تجهیزولو ددغو قطعی اکمالات ضرور بولم . ۸ - دافغانستان نوۍ جمهور ریس باید فورا د نویو - لویو - ( برق بندونو ) کار د نړیوال بانک - اسیایی بانک -مرستندویو هیوادو په مالي مرسته اود شخصي تجارو په واسطه اقلا د( کنړ - کوکچې - پنجشیر - د پغمان دغره شا ته دهلمند د سیند دپاسه د کمال خان بند ) تر ساختمان لاندی ونیسي او ددغو هر یوه بند د ساتلو او ساختمانی چارو د تکمیلولوله پاره یو، یو کندک د کماندو چې ۳۰۰ تنه سر بازان ولري د ملي دفاع په چوکات کې منظور کا. ۹ - نوۍ جمهور ریس د خلکو د غصب شویو کورونو - اپارتمانونو - مځکو او جایدادونو نوی فرمان په دې ډول صادر کا ( ټول هغه کسان چې د مکروریانو اپارتمانونه ېې په ۴۰ کاله قسط د ۱۰٪ پیش پرداخت په ورکولو سره تر لاسه کړي وو د علما وو د فیصلی پر بنیاد بیع قطعی شمیرل کیژی باید بیرته هغو کسانو ته وسپارل شي چې لومړنۍ د جایداد دمالکیت سند په لاس کې لري یو ریس جمهوریا کوم بل چارواکۍ د خلکو جایدادونه بل چا ته نه شي ورکولای او هیڅوک د خلکو دکورو او اپارتمانو د غصبولو حق نه لری -همدارنکه شخصي کورونه او د خلکو مځکي او دولتی مځکي چې په ډیر ارزانه قیمت یعنی جیریب په ۱۰۰ یا ۲۰۰ ډالره د ربانی یا کرزی په فرمان یوه جهادی رهبر یا قوماندان ته ورکړل شوي دی باید بیرته په هغو قیمت چې دوی په خلکو خرڅې کړي ورنه پیسې واخیستل شي او دغه کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي ۱۰ - هر هغه چا چې ددولتي ترانسپورت وسایط - دولتی فابریکی - شخصي فابریکی - موسسات - دولتی ودانۍ او قصرونه وران او ویجاړ کړي او چپاول کړي یا ېې د موزیمو او ارشیفو نه مجسمی او انتیک -تاریخی شیان غلا کړي او خرڅ کړې باید د قانون منګولو ته وسپارل شي . ۱۱ - هر هغه څوک چې په قتل - ترور - کډنپولو - د کوچنیانو د اندامو په خرڅولو -هیرویینو - تریاکو - چرسو په تولید او ترافیکنګ کې شریک دی باید محاکمه شي . ۱۲ - هر هغه څوک چې سلاح - مهمات - مینونه - انفلاقیه مواد - د ځان سره په کورو کې ساتي او یا ېې د مبا دا ورځې له پاره په مځکو یا زیرزمینیو - یا کادانو یا د کورو په چټو کې پټ کړي که ېې د یوې میاشتې په موده کې دولتی ارګانو ته تسلیم نه کړي د سختو سزاګانو سره به مواجه او ډیره نقدی جریمه به ورنه واخیستل شي ، هیڅوک حتي یوه لاسې تفنګچه د ځان سره غیر مجاز نه شي ساتلای او ګرزولای . ۱۳ - هر څوک که د چا په وژلو ګیر شوو په هموغو ځای کې چانماری کیژي. ۱۴ - هر چا که یو څوک په زور تهدید یا یوه کار ته مجبور کړو په ۲۰ کاله تنقیذی بند محکومیژي. ۱۵ -هر هغه څوک چې د ښځو دازیت او ازر باعث کیژي او بل فعل ګرفتاریژي د سختو سزاګانو سره مخامخ او ډیره نقدی جریمه ورنه اخیستل کیژي . ۱۶ - هر هیواد - هر وسله وال جهادی - طالبانی تنظیم چې زموږ د خلکو په ضد فعالیت ته ادامه ورکړی په شدت سره به زموږ د وسله وال مدرن پوځ له خوانه سرکوب شي موږ د( چوخ ځواب په ماشیندار ور ګرزوو) په دغو مورد زموږ تصمیم قاطع دی . ۱۷ - صلحه په زاریو - په نانواتې - په عذر - په پیسو - نه راوستل کیژی او نه اخیستل کیژی صلحه دریس جمهور د عفوې عمومي اعلانېې سره چې سرتاسري مصالحه ور ته ویل کیژي تر لاسه کیدای شي که څوک ورنه سرغړونه وکا تر هغو حده تر فشار لاندې نیول کیژي او ټکول کیژي چې توبه وباسي او صلحی ته راضی شي ، نوۍ ریس جمهور د خپلو وطندارانو خاصتا سربازانو وینه توییدل نور نه شي ځغملای . ۱۸ - دښځو په وړاندې خشونت نور، نوۍ ریس جمهور نه شي تحمل کولای ، که هر څوک د ښځو سره خراب چلند کوي زموږ هیواد یو اسلامی هیواد دی او دلته شریعت غرای محمدی رواج لری نو بهترینه لاره طلاق دی ، خو که هر څوک د ښځو اندامونه - نوکان - ویښتان غوڅ کا نو په بدل کې دنارینه سره بلفعل چلند کیژي او لس کاله به بند تیروي او نقدی جریمه به ښځې ته ورکوي . ۱۹ - هر څومره مخدره توکې چې په هیواد کي تولیدیژی دهر ولایت د امنیتی ارګان له خوانه دیوه هیات په حضور په مناسب قیمت رانیول کیژی او بیا دولت هغه په خصوصي تجارو او خارجیانو پلوری ، نور په هیواد کې د قاچاقبرانو او دهغوی د ترافیکنګ مخه په کلکه نیول کیژي اوپه څو کالو کې د دغو ټوکو دکراوکښت مخه کاملا بندیژي او تولیدونکو ته لویه سزا ورکول کیژي . ۲۰ - نوۍ دولت د خصوصي پانګوالو خاصتا هغو شرکتو ملاتړ کوي چې په نظامی برخه کې پانګونه کوي او ددوی سرمایه دنورو سرمایه دارانو غونته همیشه حمایه کوي ددغو حمایوي کار په خاطر په کابل او نورو ولایتو کې دوزارت داخلې او امنیت ملي منظم کنډکونه ګمارل کیژي . ۲۱ - د انتحاری مخ نیوۍ زموږ د استخباراتی او کشفي ادارو خاصه وظیفه ده او له پاره ددې چې موږ وکولای شو د هیواد والو پوره ډاډمن امنیت تامین کړو لازمه ده د امنیت لوی ریاست بیرته دوزارت درجی ته لوړکړواو خاص تعلیم یافته - باتجربه - په استخباراتي رشته کې خاصو تحصیل کرده افسرانو ته اشد ضرورت دۍ او په دی ارتباط موږ خاص پروګرامونه تر لاس لاندې نیسو . د پورتنیو دندو د عملي کیدو له پاره د ریاست جمهوري د کاندیدانو له جملې نه یو سړۍ دغه جرات - صلاحیت - حوصله - اراده - ځغم - لري او هغه بیا هم دکتور صاحب اشرف غني احمد زۍ دی او بس ، ځکه که دغو نورو ته رایه ورکړۍ بیا هماغه اش او هماغه شلغمه ده بیرته مجاهدین او رشوت خواره د تاسې په سر چنګک کیژي .
December 18th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات